ددکتور طاوس وردک ، لیکنه
نوی توطیه نوی توطیه


( ای اس ای ) د دپاکستان

 ، لندن ۱۶ مې ۲۰۱۳

دپاکستان نظامی ګر هیواد حکومتداران او خاصتا

(آی اس آی)

د لویو توطیو ، لویو درامو ، لویو سیاسی کودتاګانو او بل اخره دلویو متعصبو اسلامي پلویانویو تورتاریخ لرونکۍ هیواد دی چې همیشه په جنوب شرق د اسیا کې د انګریزانو له منافعو نه ساتنه کوی اوهمیشه نوروهیوادو ته د انګریز د ستراتیژۍ تطبیق کونکۍ او دسترګو خاراو ګواشونکۍ هیواد دی عین قسم هیواد لکه اسراییل چې د امریکا دستراتیژۍ ساتونکۍاو په شرق میانه هیوادو باندی د امریکا دفرامینو تطبیق کونکۍ هیواد بلل کیژي

دواړه هیوادونه د امریکا او انګریز د مادی او تخنیکي کمکو نه تل برخورداره هیوادونه وو او دی،پاکستان نن د هژمونۍ او سیاسي پراختیا په طمعه افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادو باندې سلطه پراخول غواړي او غواړي د هندوستان د پرمختګ او پراختیا خنډ شي ، خو افغانان باید په یوه شي پوه شي چې زموږ ډیرښه

په دوستۍ او دوستانه مرستو کې موږ ته تل ثابت شوي(ترکېې او هندوستان هیوادونه دي )دوست هیوادونه

هیوادونه دی هغوی چې بیشمیره نظامی او اقتصادی مرستې ېې زموږ د هیواد سره کړې دي او زما پیشنهاد زموږ دولت مردانو او پارالمان او خلکو ته دادی چې د دوستو هیوادو دغه دوستانه او صمیمانه نیک برخورد

همیشه د یاده ونه باسی ،پاکستان زموږ سره نه یوازی دکرښې په سر مخالفتونه او جنجالونه کول او لرل ېې بلکه نن غواړی زموږ هیواد د پنجابیانو دومنیون ووسې.

زموږ خلک نن تر بل هر وخت نه دپاکستان په علنی او مخفی توطیو ښه پوهیدلي دی او نور افغانان د پنجابیانو بازی نه خوري،پاکستان د افغان مجاهدینو په پیسو د اتومی بمو خاوند شو او نن بیا د ځنی مزدورو افغانانو د جلبولو په خاطر په خپلو راکتو د ابدالی نوم ایږدي او دبلې خوانه غواړي هندوستان ددغو نامه نه وډاروی ، خو که هر وخت د هند او پاکستان تر منځ جګړه پیښیژي افغانان باید د هندوستان تر څنګ ودیریژي او د هندوستان څخه ملاتړ وکړي

پاکستان هیڅ نه غواړی چی افغانستان ترقی وکړی ، خو کله چی امریکایانو افغانستان اشغال کړو نو پاکستان فوری دپاکستان د شورای امنیت جلسه دایره کړه او هلته یی وپتییله چی نن موږ د دوو قهر جنو دشمنانو تر منځ موقیعیت لرو چی یو یی پخوانی دشمن هیواد هندوستان دی اوبل یی افغانستان دی چی نن یی زموږ

پخوانۍ ستراتیژیک دوست هیواد امریکا ملاتړورسره دی، نو څه باید وکړو ؟؟؟

نو بهتره ده چی دهندوستان سره مناسبات ښه کړو او دفاعی حالت اختیار کړو صرف ځنی تروریستی عمال په هند کی وهڅوو تر څو تروریستی پیښې را منځ ته کړي لکه د موم بۍ تروریستی پیښه ، دوی وپتییله چې اساسی توجه دافغانستان دتخریب له پاره وکړو ، او دامریکا نه دومره پیسی تر لاسه کړو چی افغانستان په

(

حکمتیار - ملاعمر - او حقانی ) تخرب او خلک ېې ووژنو او ددوی د افرادو نه د انتحاری استفاده وکړو او هیڅ موقع ور نه کړو چې دافغانستان خلک ترقی وکړی او هلته امنیت راشي،پاکستان د ددغو دریو رهبرانو ټول مادی او تخنیکي مصارف د (انګریز - امریکا - عربستان - او چین ) نه تر لاسه کوي او پاکستان یوه کلداره خپلي پیسې نه مصرفوي،اوس د افغانستان مذهبی او اسلامی متعصبو خلکو ته د پاکستان څخه ډول ډول ملان او طالبان د تبلیغ له پاره ولیږي چې خلک پوه کړي چې امریکا هلته اخته ده او ۹ نظامی پایګاوې جوړوی نور نو په افغانستان کې اسلام ختم بولۍ او په اینده کې کلیسا هم هلته جوړیژي او همدا نن ېې ډیر خلک عیسویان کړي دي.

دامریکا او په مجموع کی دناتو پّه قوواوو ډیر تیری وشی او غربیان دافغانی طالبانو په ذریعه مړه شی تر څو عین روسی سناریو رامنځ ته شی چی نور امریکایان او غربیان دجنګ نه ستړی شي او ایران هم زموږ ملاتړ دی دبلی خوانه د غربیانو اقتصادی وضع هم ډیره خرابه ده په دغو حساسو شیبو کې موږ باید دوی ته اعظمی تلفات ورکړو روسیه دامریکا نه په افغانستان کې د ویتنام انتقام اخلی او چین ېې هم د ځان ملګرۍ کړۍ او همیشه دوی لمسوی چې دلته دامریکا جنګ ډیر کاله دوام وکړي او دیوې خوانه ېې سربازان تلفات ووینی او دبلی خوانه اقتصادی ضرر ومومی او دبلی خوانه بین المللی حثیت ته ېې د اشغالګرو په حیث صدمه ورسیژي ،دوی تل دویتنام شانته په جنګ کی مصروف ساتی ، که دامریکایانو بی پیلوټه الوتکې په قبایلو کی

بمبارد کوي ، خو داسې کورونه تخریبوی چې هلته د پاکستان د حکومت دشمنان اوسيژي امریکا یان هیڅ وخت ( الظواهری - نور عرب قوماندانان - د فضل الرحمان طالبان - یو هم نه وژني ) صرف ساده انسانان وژني او هغه چې د پاکستان په ضد تبلیغ کوي وژني.

راکټوولي نن د پاکستان اصلی پلا ن دا دی چې د مشرقي

ولې پاکستان زموږ ولایتونه د ډیورند اخوا نه په

خلک تحریک او د افغانستان ځوانان وهڅوي چې د پاکستان سره وسله وال برخورد وکړي نو په دغو وخت کې امریکا او غربیان فقط نظاره کونکي دی نور هیڅ ډول مداخله نه کوي، امریکا یان وايي موږ مستقل او دیموکرات افغانستان غواړو، خو دوی د پاکستان سره ډیره توطیه ګره بازی پیل کړی ده او هغه داده چې افغانی طالبان او د پشتونخوا اجیر او مزدور کسان د مشرقی ولایتو دخلکو سره جنګ ته د کرښې لومړۍ

خط ته لیژي او د پاکستان کوماندوګان او منظم قطعات ددوی تر شاه حمایوې وظیفه لري او په مشرقی ولایتو د ثقیله وسلو بریدونه کوي تر هغو وخته چې دغه ولایتونه د طالبانو تر نامه لاندې فتح کړې لکه په اول کې چې دوی د قندهار نیول هم په دغو شکل عملي کړي وو ، بیا ددوی وظیفه داده چې افغانی حکومت ( کرزي وهڅوی ) چې دامریکا پښو ته ور ولویژي او زارۍ ورته وکړي چې پاکستان متقاعد کړې چې زموږ خاوره را خوشې کړي نو امریکا دغه کار په څه ډول کوي (( اول به کرزی ته وایی چې پاکستان په دوو شرطو تاسې ته دمشرقی ولایتونه در پریږدي چې تاسې په عوض کې دیورند په رسمیت وپیژنۍ او بل طالبانو ته په دولت کې پراخه مسولیت ور په غاړه کړۍ ، د امریکا هدف ددی کاره دادی چې دا وارې په طالبانو هر څه چې وغواړې هغه به عملي کړي اول به د حیرتانو د مړیو انتقام د ( شمال ټلوالې نه اخلی اوبیا به د مجاهدینو دغه مافیا يي رهبران او قوماندان په طالبانو وژني او بیا به د رشوت او اداری فساد پیشه ګانو لکۍ ورلنډوي او بل اخره به یو نیمه اسلامی نوۍ طراز حکومت منځ ته را وړې او بل اخره به د ( اماراتو غونته ) اسلامی ګوډاګي حکومت را ولي او نور به اختیار د امریکا او انګریز وي (( مرګ په مجاهدینو )) چې په هیڅ شي اګاه نه وو او نه دی او وطن ېې په غرب دغه ددوی دمور په میړونو تباه او بې ستره کړو هره ورځ ېې رسواييو ته ښه ځیر شۍ.

خو زموږ د شمال ملي جبحه د طالبانو او امریکا فیصله او تصمیم نه مني نو افغانستان په شمال او جنوب ویشل کیژي او بیا به نور ولایتونه هم ازاد شي او افغانستان به تجزیه شي او امریکا به په ځنو نویو تجزیه شویو افغان هیوادو کې خپلې اډې جوړی کړي داسې طرحه لکه په عراق ېې چې تحمیل کړه په افغان مجاهدینو ېې تطبیقوي، هلته دوی کردان - سونیان او شعیه ګان سره جلا کړل او زموږ په هیواد کې هم تاجکان او ازبکان په شمال کې - هزاره ګان په مرکزي افغانستان کې - او پشتانه په جنوب او شرق کې تجزیه کوي او بیا به قرنونه سره جنګیژۍ ، او دلیل ېې دادی چې دینداران ( اخوانیان ) تل د تجزيي طرفدار کسان وو او دي او دا نقشې په وار وار په انتر نیت کې ښودل شوې دي بل دلیل ېې دادی چې امریکا او انګریز مخکي له مخکې نه در ته وايي چې دیورند قبلا حل شوې خبره ده او د پشتونستان ( مشران ) اوخلک ېې چې ارام ناست دی دلیل ېې دادی چې دوی په دغو تجزیه مخکې له مخکې نه خبر او خبرې ېې کړې دی او همدا دلیل وو چې پاکستان پشتونستان ته د (پشتونخوا ) نوم ورکړو ځکه هلته ۳۰-۲۶ ملیونه پشتانه دي او دغه نوۍ هیواد به د افغانستان په تحزېې سره د پشتونخوا په نامه یاد شي یعنی ( ننګر هار- لغمان - کنړ - نورستان - کندهار - زابل - هلمند - فراه - نیمروز - ارزګان - وردک - لوګر - غزنۍ - پکتیا - پکتیکا-خوست ) به د پشتونستان سره یو ځای شي او یولوی( یپشتونخوا ) نوۍ هیواد به په سیاسي نقشه کې ور زیات شي او د پاکستان سره به د کانفدریشن حیثیت ولري او جوړ به شي او بیا به د ددغو قومو او ژبو او دیني طریقو سره کورنی جنګونه شروع شي( هزاره ګانو د دکتور نجیب ا لله په دوران کې هم یو مستقل هیواد د غرجستان په نامه جوړولو) چې د د کتور نجیب ا لله د سخت عکس العمل سره مواجه شوو اودغه به د مجاهدینو د حکومت دارۍ ډیره لویه خاینانه او توطیه ګرانه نه بخشونکې لاسه ته راوړنه وي زه نه پوهیږم چې ولې افغان سیاست پوهان دغو توطېې ته نه دی متوجه ؟؟؟ که باور لری هم ښه او که باور نه لرۍ هم ستاسې خوښه ، ځکه یوځلې پخوا هم په افغانستان کې د دکتور نجیب الله په زمان کې هغه وخت چې روسانو وپتیله چې د نجیب الله نه انتقام واخلي نو ېې په نجیب ا لله د خوست لویه ولسوالي په ولایت بدله کړله او بیا ېې په مجاهدینو عږ وکړو چې ډیر ژر متحده حمله وکړي او خوست اشغال او ووايي موږ نن په افغانستان کې لوی دست اورد لرو او یو ولایت مو نیولۍ دي او هغه وو چې شمال ېې ددوستم په وجود کې ورته وبوږنولو او دوستم هلته دنوی دولت اعلان وکړو او دنجیب الله ضد شوو او نجیب الله مجبور شوو استعفا وکړي او وتښتي ، اوس هم دکرزی شادی بازی او د پاکستان او نورو دریو داخلی دشمنانو پلان د امریکا او پاکستان سره شریک دی


May 17th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات